د ۲۰۲۲ کال پای ولې؟ لا هم افغان حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی

که څه هم ۲۰۲۲ کال کې د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي ناورینه د افغانستان د وتلو لپاره پراخې هڅې وشوې، خو په کور دننه د سیاسي ناورین او بهر کې د مشروعیت ناورین لا هم پر ځای پاتې دی.

دې وضعیت کې د افغانستان ایسار پاتې کېدل دغه هېواد په سیمه او نړۍ کې په یوه منزوي هېواد بدل کړی دی.

د ځینو کار پوهانو په اند د ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدل، د بشري حقونو په رعایت کې ستونزې، د نجونو پرمخ د ښونځیو او پوهنتونونو تړل په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان له سیاسي ننګونو څخه شمېرل کېږي او لامل شوي چې اسلامي امارت په څه باندې یوه کال کې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

له دې سره له سیاسي ناورین څخه د افغانستان د وتلو لپاره د سیمې او نړۍ په یو‌شمېر هېوادونو کې ډيپلوماټیکې هڅې هم وشوې چې مهمې هغه یې د اسلو ناسته، د مسکو فرمټ، د شانګهای د غړیو هېوادونو سازمان ناسته او د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه وه.

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه ډېرې ناستې کړي چې وروستۍ ناسته یې هم د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه د اسلامي امارت له لوري د ښځو د لوړو زده‌کړو او کار بندیز په اړه وه.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نظیراحمد رزاقي وايي چې د اسلامي امارت په دریځ کې تر بدلون راتلو به هېواد کې وضعیت همداسې روان وي او دغه ناستې به بې پایلې وي.

نوموړی زیاتوي: «طبیعي پېښو چې د افغانستان لپاره ځاني او مالي زیانونه لرل او همداراز د نجونو ښوونځيو تړل او په پای کې د پوهنتونونو بندېدل او د ښځو پر کار بندیز د روان کال له مهمو ننګونو څخه وو.»

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه حبیب‌الله جعفري بیا ۲۰۲۲ کال د افغانانو لپاره ښه کال نه بولي او وايي چې دې کال افغانستان هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

نوموړي زیاتوي چې ۲۰۲۲ کال کې افغانستان په سمه توګه له نړۍ سره په تعامل کې نه و او په وینا یې، اسلامي امارت باید ۲۰۲۳م کال کې له نړۍ سره د تعامل هڅې وکړي.

واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو راهیسې څه باندې یو کال کېږي، خو د ځینو هغو مصالحو په پام کې نه نیولو سره چې د یو هیواد په رسمیت پيژندلو کې مرسته کوي اوسني واکمن ونه توانیدل چې هغه پوره کړي چې له امله یې له افغانستان څخه په نړیواله کچه د مشروعیت موندنې زمینه واخیسته او انزوا کې پاتې شو.

د سیاسي چارو کار پوهان او په ټوله کې ولس له اسلامي امارت څخه هیله لري چې په روان ۲۰۲۳م کال کې دې د نجونو د ښونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو په ګډون هغه څه ترسره کړي چې د یو هیواد د په رسمیت پيژندلو لامل دي؛ ترڅو افغانستان په رسمیت وپيژندل شي او له دې نا معلوم برخلیک څخه را ووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button