کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ جدي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د چين CRBC شرکت غواړي په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او انرژۍ تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په تاشکند کې د چین هېواد د CRBC شرکت له رئيس او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو سره کتلي او د یاد شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر یادو پانګوالو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي، د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله د اوبو او انرژي وزارت له اداري او تخنیکي مسؤلینو سره له نږدې خبرې وکړي:«مونږ تیار یو چې د پانګونې لپاره زمینه درته مساعده کړو».
په ورته مهال، یادو پانګوالو هم ومنله چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې به پانګونه کوي.


















