کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
وروسته له هغه چې ځینو رسنیو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په حواله خبر ورکړ، چې ګواکې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP مرکزونه په نښه کړي؛ خو نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې کله به هم پر افغانستان برید ونه کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان سره به د سولې خبرو اترو ته دوام ورکوي خو یواځینی شرط یې دادی چې طالبان به وسله پر ځمکه ږدي او د ده په خبره د هیواد اساسي قانون به یې مني.
دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان نن چهارشنبه د جنوري په ۴ مه نېټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د پاکستان د دوه واکمنو ګوندونو مسلم لیک “ن” او پیپلز ګوند غړي به په نښه کړي.
د یادولو وړده چې رانا ثناءالله ته د منسوب شوي بیان په اړه د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” هم غبرګون ښودلی و او ویلي یې و چې افغانستان له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړېکې غواړي او له پاکستان څخه یې غوښتنه کړې وه، چې له پاروونکو څرګندونو دې ډډه وکړي ترڅو د دواړو ګاونډیو او مسلمانو هیوادونو ترمنځ اړېکې خرابې نه شي.
















