ذ.مجاهد: افغان ځواکونو کابل کې د خوارجو دوه مهمو ځالو کې ۷ تنه ژوندي نیولي او ۷ تنه نور ووژل شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه ورکړي چې د اسلامي امارت ځواکونو کابل کې د داعشي خوارجو دوه مهم ځایونه له منځه وړي.

نوموړی زیاتوي: ‏نن ناوخته د کابل ښار په قلاچه او شهدای صالحین سیمو کې د داعشي خوارجو په پټن ځایونو عملیات وشول، ۷ تنه داعشي خوارج وژل شوي، ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه همدا راز زیاتوي چې نن ورځ په نیمروز ولایت کې هم ۲ تنه خوارج ژوندي ونیول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button