ایران کې حکومت ضد لاریونونه؛ تر اوسه پکې ۵۱۶ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د ایران په لر او بر کې لا هم حکومت ضد لاریونونه روان دي د ايران د بشري حقونو د فعالانو خبري ادارې “هرانا” ويلي چې هغه هېواد کې د روانو لاريونونو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۱۶ تنو ته رسيدلی دی.
د هرانا د وروستي راپور د معلوماتو پر بنسټ په وژل شويو کې ۷۰ تنه داسې دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وو.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام ځواکونو د لاریون کوونکو ځپلو ته دوام ورکړی دی او له مرګ ژوبلې سربیره یې زرګونه لاریون کوونکي نیولي هم دي چې تر سلو تنو یې په اعدام محکوم شوي چې له ډلې یې تر اوسه دوه کسان اعدام شوي هم دي.



