پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د شهـیـد سیدقطب رحمه الله ژوند،دعوت او مبارزه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 21, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
11
ځلې شریک شوی
141
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : ذوالکفل ذکي

سیدابراهیم حسین مشهور په سید قطب ۱۹۰۶م کال دمصر په الصعید منطقه په یوه غریبه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې.
په لس کلنۍ کې مکمل قرآن کریم حفظ کړ،۱۹۲۰م کال قاهرې ته د زده کړو لپاره لاړ،۱۹۳۳م کې د ادبیاتو له پوهنځي فارغ او دمصر دولت لخوا د معارف په وزارت کې په دنده وګومارل شو.
سید قطب پدې وخت کې یو عام سړی وه،آزادې لیکنې به یې کولې،د خوږې ژبې او پریکنده قلم څښتن وه،شرعي علوم یې لوستي وه،او یو حکومتي کارمند وه.
دا چې نوموړي د معارف په وزارت کې دنده درلوده نو د مصر حکومت امریکا ته ولیږه تر څو د غرب نصاب،درسي میتود او علمي تجربې مصر ته انتقال کړي.
سید قطب رح وایي:
زه امریکا ته لاړم او د غربي نصاب او میتود اړوند مې مطالعه او تحقیق پیل کړ چې یوه ورځ کلک مریض شوم،شفاخانې ته لاړم،ډاکترانو بستر کړم،چې لږ مې وضعه ښه شوه او بیدار شوم، شفاخانه کې شور ماشور مې تر غوږو شو،ورپاڅیدم چې ګورم ډاکتران یو بل ته غاړې او مبارکیانې ورکوي،په کړس کړس خاندي،مختلفې غذا ګانې راغوښتي او میله یې جوړه کړې.
یوه ډاکتر ته ورپه غوږ شوم چې ورته مې وویل ما خو ستاسې ټول فرهنګ او ژوند مطالعه کړی دا خو مو نه اختر او نه د کومې بلې خوشحالی ورځ ده،نو ولې دومره خوشحالي او میلې کوی؟
ډاکتر په تعجب راته وکتل چې ته نه یې خبر؟
مال نه!
وای نن ورځ په مصر کې د نصرانیت تر ټولو ستر دښمن ووژل شو.
مال دا څوک ده؟ وای امام حسن البناء
دې خبرې ماته یو ټکان راکړ او تر دې وخته ما امام حسن البناء شهیـد تنها په نامه پیژانده.

دا هم ولولئ

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

دا چې زه یو پیژندل شوی لیکوال وم،له دې واقعې څو ورځې وروسته د برطانیې سفیر خپل کورته میلمه کړم، زه چې له مصره راتلم مایو کتاب د “العدالة الاجتماعیة فی الاسلام” په نوم لیکلی وه،مطبعې ته مې سپارلی وه خو چاپ شوی نه وه چې امریکا ته راغلم،د سفیر کورته لاړم، پر میز یې یو کتاب پروت دی چې ورنژدې شوم ګورم چې همدا زما کتاب دی چې تر اوسه ماته هم نه وه رارسیدلی خو دده پر میز پروت وه.
دغو دوه پیښو ماته یو ټکان راکړ،ضمیر مې په څپو شو،په دې پوه شوم چې صلیبی نړۍ څومره د اسلام خلاف حساسه ده،له ځان سره مې کلک هوډ وکړ،بیرته مصر ته راغلم امام حسن البناء رح شهید شوی وه،د اخوان المسلمیـن پر اړوند مې مطالعه پیل او ددې حرکت غړۍ شوم.

شهیـد سید قطب رحمه الله بیا تاریخ بدل کړ،داسې تألیفات یې وکړل چې دټول غرب تهدابونه یې په لړزه کړل،داسې چې صلیبي مؤرخین سید قطب شهیـد رحمه الله له ابن تیمیه رحمه الله څخه وروسته د نصرانیت دوهم تر ټولو ستر دښمن ګڼي.
لسکونه کتابونه یې تألیف کړل،د في ظلال القرأن په نوم یو تفسیر یې په زندان کې ولیکه چې له شهـادت یو کال وروسته اته ځلې چاپ شو،او په اسلامي نړۍ کې خاص محبوبیت لري.

د معالم في الطریق په نوم یو کتاب یې ولیکه چې له امله یې د دار تر کړۍ ورساوه.
دمصر حکومت د اسلام دغه ستر مدافع له دوه خویندو او اوښي سره 7 کاله زنداني کړل،داسې ظلمونه یې پرې وکړل چې قلم یې د لیکلو تاب نلري.
خلکو یې د ازادۍ غوښتنه وکړه حکومت یې هغه خور چې 7 کاله یې نه وه لیدلې ورته د ازادی خط سره راولیږله چې دومره پکې ولیکه چې څه مې کړي په هغه پښیمان یم.

شهیـد سید قطب ورته وویل: الاصبع الذي یشهد مراة بالوحدانیت الله یرفض لیکتب کلمة واحدة یقر به حکم الطاغیه.
د الله پر ذات یې قسم وکړ او ویې ویل:
هغه ګوته چې په هرلمانځه کې الله ته پورته کیږي،دوی خو یوه جمله غواړي یو حرف به هم ورته ونه لیکم.
که مې پر حق محاکمه کوي زه حق ته تسلیم یم او که مې پر ناحقه محاکمه کوي زه ددې نه ډیر لوړ یم چې له باطل ترحم وغواړم.

د اعدام فیصله پرې وشوه،او کله چې پر میز ودرول شو او د اعدام رسۍ یې په غاړه کې ورواچوله یو درباري ملا ورته راغی او ورته یې وویل:
“یا سید قل لااله الاالله ” اې سیده کلیمه دې ووایه.
شهیـد سید قطب رحمه الله چې د اعدام رسۍ یې په غاړه کې وه له پاسه ورته راوکتل ورته مسکی شو وای:
ته بیچاره ګۍ هم راغلې چې دا ډرامه پوره کړې.

انا اموت لاجل لااله الا الله و انت تأکل الخبز بـ.لااله الا الله
زه د لااله الله له وجې اعدامیږم او ته په لااله الا الله ځانته ډوډۍ پیدا کوې.
ظالم میز ته لغته ورکړه او د امت دا ستره هستې،د اسلام شهیـد،باتور شازلمی،او نه ماتیدونکې د بتاري ژبې او قلم څښتن د خپل رب پر لور رهي شو.
تر ننه په نړۍ کې د اسلام د دغه ستر شخصیت پر کتابونو کلک بندیز ده،که چاسره پیدا شي میاشتې میاشتې زندان پرې تېروې.

تقبله الله

لوی ټکي: سیدشهیدقطبمبارزه دعوت
مخکینې مطلب

حکمتیار نړیوالو ته: مرستې مه کوئ بندیزیونه ختم کړئ

بل مطلب

افغان حکومت: د هېواد بيارغونه او د اقتصادي زيربناوو احياء د ځان مسئوليت ګڼو

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
مقالې

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
خبرونه

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2023
خبرونه

اسلام اباد؛ افغان سفارت پېښور کې پر جومات بريد په کلکو ټکو غندلی

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023
خبرونه

پاکستان او روسیې افغانستان کې د تلپاتې امنیت پر اړټیا ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com