کابل ټکی کام (شنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
ټاپي پروژه چې د سيمې په کچه يوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د پيل ابتکار يې هم د افغانستان اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال شوی، خو تکميل يې پر افغانستان باندې د امريکايي اشغال له امله تر اوسه ځنډېدلی دی. د افغانستان اسلامي امارت له بيا ځل واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنيت تامين شوی او د دې پروژې د پليکېدو لپاره تر بل هر وخت اوس ښه فرصت برابر شوی، چې اسلامي امارت په دې اړه کوټلي ګامونه اخيستي دي. د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د ملي پروژو امنيت ته خورا پاملرنه کوي او په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پيلکېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري او يادې پروژې ته د هېواد د اقتصادي زېربنا د يوه مهم عنصر په توګه ګوري، چې د عملي چارو پيل يې د افغانانو لپاره يو ښه زېری بولي. څو ورځي وړاندې هم کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست مسئولينو د ترکمنستان له استازو سره د ټاپي پروژې د امنيت په موخه ناسته درلوده او دوی ته يې د ټاپي پروژې د بشپړ امنيت ټينګولو ډاډ ورکړی دی. که اړتيا وليدل شي، اسلامي امارت چمتو دی، چې د يادې پروژې د امنيتي چارو ساتلو لپاره يو ځانګړی ځواک تشکېل کړی. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بيارغونه او د اقتصادي زيربناوو احياء کول د ځان مسئوليت ګڼي او باور لري ،چې د سيمې سياسي، امنيتي او اقتصادي ښېرازي د سيمې ټولو هېوادونو شريک مسئوليت دی او بايد په ګډه اقدامات وکړي. د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا له ګاونډيو، سيمې او نړۍ هېوادونو سره پر متقابلو ګټو او همکاريو ولاړو اړيکو غوښتونکی دی او د اقتصادي همکاريو په مجال کې ټولو ته د امنيت د ټينګښت په اړه خپله ژمنتيا څرګندوي.















