م.م کې د پاکستان استازي د افغانستان په هکله د خپلو خبرو په تړاو بښنه وغوښته

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغان نجونو د زده کړو په اړه په خپلو څرګندونو بښنه غوښتې او په ډاګه کړې يې ده چې زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی، نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور. منیر اکرم څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپله و ینا کې ویلي وو چې د دوی له نظره د نجونو د زده کړو په اړه هغه بندیزونه چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري لګول شوي، ‌تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبه. هغه ادعا کړې چې، دغه کلتور په تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی. د پاکستاني استازي دغه څرګندونې په لر او بر کې د یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي وو. د خلکو له تُندو غبرګونونو وروسته نوموړي پرون د نجونو د زده کړو په اړه د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button