کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د هالنډ حکومت وایي، دوی به د محکمې د هغې پرېکړې لپاره استېناف ته مخه نه کړي چې په ۲۰۰۷م کال کې یې هالنډي پوځیان په افغانستان کې د بمبارۍ پرمهال د شلو ملکیانو پر وژنه تورن کړي دي.
په هاګ کې یوې سیمه ییزې محکمې په نومبر کې د هالنډ له حکومته غوښتې و چې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.
د هالنډ دفاع وزارت مخکې ویلي و چې دوی د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې پر یوې کلا هغه وخت بمباري وکړه چې له هغه ځایه د دوی پر هلیکوپټرو ډزې شوې وې.
د هالنډ دفاع وزیرې “کاجسا اولونګرین” تیره ورځ په یوه لیک کې چې د پارلمان غړو ته یې واستاوه څرګنده کړه چې پر دې پېښې پنځلس کاله تېر دي نو اوس د وضاحت لپاره ډېر څه په لاس کې نه لري نو استېناف ته مراجعه نه کوي او د اوښتي زیان غرامت به ورکړي.


















