ترکیه – سوریې زلزله: د مړو شمیر تر ۲۰ زرو واوښت چې ۲۰۰ پکې افغانان دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۲۰ زرو واوښت چې شاوخوا دوه سوه پکې افغانان دي.

رويټرز اژانس ويلي، چې په ياده زلزله کې د مړو شمېر تر شلو زرو اوښتی دی.

ژغورونکي او رضاکاران اوس هم په دواړو هیوادونو کې د ملبې لاندې خلک راوباسي.

د افغانستان سفارت په یوه بیان کې په ترکیه کې د زلزلې له امله د شاوخوا ۲۰۰ افغانانو وژل کېدل تایید کړي او له ترکیې او بشري سازمانونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو وضعیت ته چې د دې ناورین قرباني شوي دي، جدي پاملرنه وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې تر اوسه پورې ۶۴۴۴ ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د ترکیې سویل ختیځ او د سوریې شمال لویدیځ سیمې د دې اونۍ د دوشنبې په سهار د 7.8 او 7.5 درجې دوه ویجاړونکو زلزلو شاهدې چې لسګونه زره کسان پکې مړه شول.

مربوطه مطالب

Back to top button