امریکا: نسکور شوي چینايي بالون شاوخوا ۴۰ هیوادونه څارل

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د امريکا په اسمان کې د چينايي بالون له لوېدو درې ورځې وروسته د بایډن ادارې له څېړنو وروسته د دغې پېښې په اړه نوي معلومات خپاره کړل.
د اسوشیټیډ پریس په وینا، د بایډن ادارې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۹ مه، د عکسونو په حواله وویل چې د متحده ایالاتو لخوا ویشتل شوی چینایی بالون د لوی هوایی څارنې پروګرام د یوې برخې په توګه د استخباراتي سیګنالونو کشف او راټولولو لپاره سمبال شوی و.
د بایډن د حکومت په وینا، چین د پوځي اهدافو لپاره د دې بالون سره لږترلږه ۴۰ هیوادونه تر څارنې لاندې نيولي و.
امریکایي چارواکو ویلي، چې د بالون یونټ د چین د پوځ تر څارنې لاندې فعالیت کاوه او د جاسوسۍ په موخه کارول کېده او په پرمختللو وسایلو سمبال و چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حساسو معلوماتو د راټولولو لپاره ډیزاین شوی و.
د دوی په وینا، ورته بالونونه د نړۍ په پنځو براعظمونو کې حرکت کوي.
د امريکا په اسمان کې د دغه چينايي بالون له لوېدو وروسته چين ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير سفر لغوه شو.
چین وویل چې دا د څارنې بالون نه و او د هوا د موخو لپاره کار کوي او له خپل کورس څخه وتلی و.
یوه ورځ وروسته له هغې چې دغه بالون د جنوبي کارولینا په آسمان کې ولوید، د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه د ویشتلو امر وکړ.
بايد يادونه وشي چې پر امريکا د دغه چينايي بالون راڅرګندېدل به د دوو زبرځواکونو تر منځ د سخت ترينګلتيا او سيالۍ يو نوى فصل پرانيزي.



