له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د رياست الوزرا په تازه پريکړه کې راغلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې بايد پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې شي.
پرون د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم د يادې موضوع ترڅنګ پر يو شمېر نورو مسايلو هم بحث وشو.
ياده غونډه کې پرېکړه شوې، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي.
په همدې موخه دې له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیل شي.
د شاعروس بند د پاتې چارو بشپړېدل، د اوسپنې پټلۍ ادارې او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د دوه کميټو جوړول ترڅو په اړوند برخو کې هغه پروژې مشخصې کړي چې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مټ یې ودانیزې چارې بشپړېدای شي.
دغه راز دوه جلا کمېټې د اوسپنې پټلۍ ادارې په سرپرستۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ جوړې او د اوسپنې پټلۍ او د برېښنا تولید اړوند هغه پروژې مشخصې کړي چې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مټ یې ودانیزې چارې بشپړېدای شي، او پر بار وړونکو موټرو د GPS سیستم نصبول، د نوي ښار د پارک جوړولو ترڅنګ د هغو سترو زیربنايي پروژو په اړه هم بحثونه وشول او راتلونکی کال ورته د بودیجې د ځانګړي کولو منظوري ورکړل شوه، چې د کارونو ډېره برخه یې ترسره شوې ده.



