کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر “بلاول بوټو زرداري” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان کې د ده په خبره د وسله والو ډلو پر مرکزونو د برید اراده نه لري.
نوموړي ټینګار وکړ سره له دې چې پوهیږي غلیم یې افغان خاوره کې دی خو پاکستان به کله هم پر افغانستان د برید زړه ښه نه کړي او د هغه پر ټکو د کوم یرغل تېروتنه به ونه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلال بوټو په خپلو خبرو کې وویل: نړیواله ټولنه او د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت هغو ګواښونو ته په ډېر جدیت نه ګوري چې دمګړۍ پاکستان ورسره مخ دی.
د نوموړي په خبره د اورپکو ډلو د فعالیتونو ډېرېدل به نه یوازې پاکستان بلکې د افغانستان په ګډون ټوله سیمه نا امنه کړي.
هغه وویل: اندېښنه داده که موږ او په کابل کې د طالبانو واکمن حکومت دغه ډلې دي ونه ګڼو او د ترهګرۍ ځپلو کې خپله اراده ټینګه ونه ښیو، نو دوی به په سیمه کې “ترهګري” رامنځته کړي.
بلاول بوټو ادعا وکړه چې تندلارې ډلې په افغانستان کې خورا همغږې دي او موږ هڅه کوو د طالبانو په مشرۍ افغان سرپرست حکومت قانع کړو چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو خلاف ګام پورته کړي.
د ویلو ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان حکومت بیا بیا سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو ته ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد و کاروي.