پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

نړيوال اقتصادي فورم (World Economic Forum)

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 19, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
43
ځلې شریک شوی
536
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: محمد سليم سليمان

د اقتصاد نړيوال فورم يا نړيوال اقتصادي فورم(World Economic Forum) چې د داووس د نړيوالې اقتصادي ناستې په نامه هم يادېږي د سويس هېواد په داووس ښار کې هرکال دايرېږي. په اقتصادي برخه کې له اقتصادي او سياسي پلوه نړۍ د د پرمختللو هېوادونو ، سوداګرو، تيوريسانو او بانفوذه اشخاصو يو سازمان دی چې هرکال د نړۍ په مهمو اقتصادي موضوعاتو د بحث کولو لپاره سره راټولېږي ، ددې ناستې کلنی عايد ۸۰ ميليونه ډالر دی ، هره کمپنۍ، هېواد، شخص د غړيتوب حق په ورکولو سره ددې سازمان غړی کېدای شي او هرې کلنۍ غونډې ته ورتګ یې هم ځانګړې پيسې غواړي.

دا نړيواله ناسته لومړی ځل په ۱۹۷۱ زېږدي کال کې د سويس په داووس کې د نړۍ د سترو سرمايه دارانو او هغو هېوادونو لخوا چې په اقتصادي برخه کې لاس بري وو په ځآنګړي ډول د اروپا د لويې وچې د اقتصادي هېوادونو لخوا ترسره شوه. موسس یې کلاوس شواب Klaus Martin Schwab دی چې په هغه وخت کې یې د جينوا پوهنتون کې تدرس کاوه. داووس یې د اقتصادپوهانو، سياستمدارنو، سرمايه دارانو، اقتصادي تيوريسانو او هنرمندانو لپاره وټاکه ترڅو په ګډه هرکال د اروپا د لويې وچې د سترو اقتصادي ننګونو او پرمختګونو لپاره حللاره پیدا کړي او د افکارو تبادله وکړي. چې وروسته وروسته دا ناستې پسې پراخې او هر اړخيزې شوې او د نړۍ نور سترو اقتصادي هېوادونو هم پکې دلچسپي وښوده. بيا د نړيوال اقتصادي رقابت مشري هم ددې مجتمع پرغاړه شوه او نړيوالې سترې اقتصادي مسئلې یې په پام او تربحث لاندې ونيولې او په هغو مسئلو یې فوکس کاوه چې ټوله نړۍ اقتصادي پرمختګ پکې نغښتی وي او يا ټوله نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ کوي. په زرګونو مهم اشخصاص، سياستمداران، اقتصادپوهان او د هرې طبقې بانفوذه او ورزيده اشخاص ګډون کوي چې د نړۍ د اقتصادي پرمختيا، نړيوال چاپېريال، د انساني کار و ژوند او نورو په اړه بحث او خبرې اترې کېږي او نظرونه شريک کېږي.وروستۍ ناسته یې د تېرې جنوري په مياشت کې د سويس په داووس کې ترسره شوه چې دا یې ۵۳ مه کلنۍ غونډه وه ددې غونډه مهمه اجنډا (په څو قطبي نړۍ کې همکاري) ترسرليک لاندې وه د نړۍ بېلابېلو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو طبقو ۲۷۰۰ کسانو پکې برخه اخيستې وه او د جنوري تر شلمې یې دوام درلود. د کرونا ويروس، ټیکنالوجي، انرژی، اقليمي تغييرات، روغتيا، مهاجرت او نورو بحرانونه یې د سر موضوع ګانې وي.

ځو سږکال لکه په نورو برخو کې چې نړيوال جنجالونه اوج ته رسېدلي وو په دې برخه کې هم د نړۍ د مهمو اقتصادي هېوادونو او زبرځواکونو تر منځ همغږي موجوده نه وه او دې غونډې چې تقريبا نيمه پېړۍ پکې د نړۍ زياتره هېوادونو چې د اقتصاد په برخه کې برلاسي وو ګډون کاوه سږکال پکې هماغسې د شرق و غرب استازي نه ليدل کېدل او ددې غونډې هغه نړيوالتوب یېکمرنګه کړی وو.

يوازې پکې د مېلمنو شمېر چې ۲۷۰۰ کسانو ته رسېده ډېر و خو د هغوی جغرافياوي ساحه محدوده وه او زياتره استازي یې د غرب او امريکا لخوا ورته راغلي وو په دوی کې د نړۍ د دويم اقتصاد چين او همدارنګه دروسيې او ترکيې او همدارنګه د افريقا د اقتصادي هېوادونو استازو ګډون نه و کړی چې په سيمه او نړۍ کې د پاموړ اقتصادي پياوړتيا لري، چين او روسيه له لويديځ سره د ترينګلو اړيکو په درلودلو سره دې غونډې ته نه و دعوت شوي او هم په دې غونډه د روسيې او اوکراین د جګړې سيوری پروت و، يانې په يوه مانا دا غونډه تر سياسي سيوري لاندې روانه وه. د ځينو اقتصاديکارپوهانو په وينا دې غونډې سږکال هغه پخوانی برم له لاسه ورکړی و او دا فورم سږکال يوازې د نړۍ په يوه قطب راڅرخېده. او په داسې ناستو او غونډو کولو سره طبعا د نړۍ د مهمو اقتصادي پېښو او اقتصادي مشارکت او ګډ کار لپاره لار نه برابرېږي چې دا ډول سترې غونډې دې په يو طرفه ډول دايرې شي او يوازې يو څو هېوادونه دې په خپل منځ کې سره راټول او نړيوالې داغ موضوع ګانې دې وڅېړي.

بله دا چې دې غونډې د اقتصادي نظرياتو شريک کولو او حللارو موندلو په پرتله سياسي رنګ درلود. د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د اوکراین سره د سياسي مرستې په اړه خبرې وکړې چې څه ډول روسيې ته د اوکراین په دننه کې سرخوږی جوړ کړي او همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي هم تر ډېره د نړۍ د اقتصاد په پرتله د نړۍ په سياست وغږېده او په ځانګړي ډول په هغو موضوعاتو چې د غرب لپاره مهمې وې، دا ناسته سږکال دومره سياسي او کم رنګه وه چې ان د G7 له غړو هېوادونو څخه يوازې د جرمني صدراعظم ورته راغلی و.

نو که دا ډول غونډې او هڅې همداسې دوام مومي نو ممکنه به نه وي چې نړۍ هېوادونه په داسې حساسو شرايطو کې چې تر بل هروخت ډېر ګډ کار او همکاري ته اړتيا لري همغږي شي او د عصري ننګونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي، نړۍ وېشل شوې ده او او تر بل هر وخت یې بې اتفاقي اوج ته رسېدلې ده ، بايد چې داسې نړيوال پليټ فارمونو کې بې له کوم توپيره، د ګډ کار او همکاري بحث وشي او ټول هېوادونه چې په نړۍ کې سياسي او اقتصادي برلاسي لري دعوت شي ، خو داووس سږکال ډېر پيکه او بېخونده وو. او په مقابل کې یې نور اقتصادي او سياسي پليټ فارمونه لکه SCO او BRICS راټوکېدلي دي چې خورا په کش کې روان دي. د داووس له ناستې داسې ښکارېدل لکه چې د نړۍ ميلياردان راغلل عکسونه واخيستل شول او بيرته لاړل. په سويس کې د غونډې له ودانۍ د باندې په سلګونو خلکو د نړۍ د تودوخې، ګلخاني غازونو او نورو اقليمي بدلونونو پر وړاندې لاريونونه کړي وو او په شعارونو کې یې ليکلي وو: (World economic failure! climate justice now!)چې د نړۍ اقتصادي هېوادونه او هغه هېوادونه چې ددې غونډې ګډونوال دي د نړۍ تودوخي ته پام نه کوي او د سياسي او اقتصادي رقابتونو له امله دومره لېوني شوي چې د انساني ژوند په فکر کې لا نه دي او غواړي چې په هر ډول کېږي له يو بل څخه په اقتصادي او سياسي برخه کې برلاسي واوسي.

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

مخکینې مطلب

د ترکیې او سوریې زلزله؛ د وژل شویو کسان شمېر ۴۶ زرو ته ورسېد

بل مطلب

صدر اسلام؛ او د بريالۍ حکومتولۍ راز

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com