صدر اسلام؛ او د بريالۍ حکومتولۍ راز

ابوالیاس جهادوال
کله چې د اسلام ستر پيغمبر د الله ﷻپه حکم له مکې معظمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو ورسره‌سم د اسلامي حکومت بنسټ هم کېښودل شو. هغه مهال شرایط داسې وو چې بايد لومړی د مدينې منورې چارو سمون ته پام واړول شي نو په همدې موخه پيغمبرﷺ د «منشور مدينه» په نوم يوه داسې کړنلاره تصويب کړه چې پر بنسټ يې د دغه ښار ټولې ټولنيزې، سياسي او امنيتي چارې سمباليدې. د اسلام ستر پيغمبر د همدغه منشور پر بنسټ خپل سياسي ــ ډيپلوماټيک فعاليتونه هم پيل کړل چې په پايله کې يې ډېری قبائل د اسلام پر دین مشرف شول او ځينو يې هم بې پرې سياست غوره کړ. دغې چارې له يوې خوا د اسلامي نظام حاکميت پراختيا ته لاره هواره کړه او له بل لوري يې د قريشو پر حاکميت چې هغه مهال يې پر نورو عربي قبايلو هم پراخ نفوذ درلود، منفي اغېز وکړ.
له هغه وروسته پيغمبر ﷺ خپل پام د مکې قريشو ته واړاوو، که څه هم دغه مشرکين هغه مهال د اسلامي نظام پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کيدل او څو ځلې يې په مدينه منوره بريدونه کړي وو چې وروستی هغه يې هم د خندق جګړه وه، خو وروستيو پرمختياوو يې د حاکميت ستنې کمزورې کړې وي، له همدي امله يې د حديبې سولې ته غاړه کېښوده او په يو ډول سره يې اسلامي نظام په رسميت وپېژانده چې دغه تړون وروسته د هجرت په اتم کال د مکې عظيمې فتحې ته زمينه برابره کړه. په دې توګه هغه ستر خطر له منځه لاړ چې د اسلامي نظام پراختيا او پرمختيا پر وړاندې خنډ بلل کيده.
د مکې معظمې له سترې فتحې وروسته بېلابېلو قبايلو د استازيو په استولو سره د اسلام دين منلو پيامونه وړاندې کړل چې په دې سره اسلام د جزيرة العرب په ټوله ځمکه خپور شو. نبي کريمﷺ نويو مفتوحه سيمو له‌پاره عيني شرایطو ته په کتو سره بېلابېل شرایط وټاکل، چې ځينې هغه يې په لاندې ډول دي:
1. د خيبر، فدک او تيما يهود خلک چې سيمې يې د تورې په زور فتحه شوې وې، مکلف شول څو د خپلو کرنيزو محصولاتو نيمايي برخه اسلامي نظام ته ورکړي؛
2. د نجران سيمې خلکو سره چې مسيحيان وو او خپل ځانګړی اداري سيسټم او خپلواکي يې درلوده، داسې تړون لاسليک شو چې د خپلو محصولاتو او عوايدو يوه برخه اسلامي نظام ته ورکړي خو په حکومتي سيسټم کې يې کوم ځانګړی بدلون رانه وستل شو؛
3. طائف د اداري مرکز په توګه وټاکل شوه او عثمان بن ابي العاص يې والي مقرر شو؛
4. يمن په درېيو ايالتونو ( صنعاء، الجند او حضرموت ) باندې ووېشل شو؛ او
5. جيفر او عباد آل الجلندي د عمان په حاکميت کې ابقاء شول.
همدارنګه د اسلام ستر پيغمبرﷺ له رحلت وروسته چې کله حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د مسلمانانو د خليفه په توګه وټاکل شو، نو لومړی يې د روميانو مقابلې ته ورودانګل او تر شديدي جګړې وروسته يې دغه امپراتورۍ ماته کړه. ورپسې يې په جزيرة العرب کې د ځينو مرتدينو او مخالفانو پر ضد اقدامات وکړل او هغوی يې بېرته د اسلامي نظام تابع وګرځول.
د اسلام لومړي خليفه په زمانه کې رومي او ايراني امپراتورۍ هم وځپل شوې او په عملي توګه له عرب جزيرې بهر د فتوحاتو لړۍ پيل شوه.
د حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه له وفات وروسته چې کله حضرت عمر فاروق د مسلمانانو خليفه وټاکل شو، د فتوحاتو لړۍ دوام وموند، فارس ( اوسنى ايران، عراق، افغانستان او بلوچستان ) په بشپړ ډول د اسلام تر حاکميت لاندې راغی او شام، فلسطين او مصر هېوادونه هم فتحه شول.
له هغه وروسته د حضرت عثمان رضي الله عنه خلافت په وروستيو کې د مسلمانانو ترمنځ د ځينو اختلافونو له امله په فتوحاتو کې څه ځنډ راغی خو د اموي خلافت په واکمنيدو سره دغه لړۍ بېرته پيل او لا ګړندۍ شوه.
دغه مهال چې حضرت معاويه رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وو، د شمالي افريقا په فتحې سره روم په افريقا کې خپل حاکميت له لاسه ورکړ.
ورپسې د عبدالملک بن مروان او وليد بن عبدالملک واکمنۍ پر مهال هم د فتوحاتو دغې لړۍ دوام وموند، روم خپل تر واک لاندې سيمې يو په بل پسې له لاسه ورکړې او اسلامي پوځونه د دغې امپراتورۍ پلازمينې قسطنطنيې ته نېږدې شول.
په اوومه عيسوي پيړۍ کې د وليد بن عبدالملک د خلافت پر مهال اسلامي لښکرې د طارق بن زياد پر مشرۍ پر اسپانيې ( اندلس) بريد وکړ چې خلک يې د واکمنو له ظلم څخه سخت تنګ شوي وو او د مراکش شمالي ساحل د سبته سيمې د والي «يوليان» په مرسته يې دغه هېواد فتح کړ.
اسلامي لښکرو له دې سربېره د اروپا د فتحې له‌پاره هم مټې راونغاړلې او د فرانسې څو سرحدي ښارونه يې فتح کړل. دغه مهال د اسلام سپيڅلی دين په اروپا کې په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې وو او يو زيات شمېر اروپايي ځوانانو له اسلام سره د ليوالتيا له امله د عربي ژبې زده‌کړې ته مخه کړه چې دې وضعيت مسيحي مذهبي رهبران اندېښمن کړل.
په کمو امکاناتو د مسلمانانو دغه بې‌ساری پرمختګ چې په پايله کې يې اسلامي نظام د نړۍ پر ډېره برخه حاکم شو ، بېلابېل لاملونه درلودل چې ځينو هغو ته يې لنډه کتنه کوو:

۱) د شريعت انفاذ:
په صدر اسلام کې د اسلامي نظام د بريا تر ټولو ستر راز پر ځمکه د الهي قانون حاکميت وو ځکه چې په اسلام کې تکويني او تشريعي حاکميت د الله تعالی حق ګڼل شوی چې د خپل خليفه پر مټ يې پر ځمکه نافذوي، څرنګه چې قرآن کريم فرمايي:
« قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» ژباړه: (ته ووایه: اى الله!د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې )( آل عمران سورة، ۲۶ آيت)
له همدې امله وه چې د اسلام ستر پيغمبر ﷺ څخه نيولې تر خلفاوو راشيدو او نورو اسلامي اميرانو د واکمنۍ هدف يوازې او يوازې پر ځمکه د الهي قانون حاکميت وو چې دا نه يوازې د اخروي بريا لامل کېږي، بلکې په دارالفناء کې هم د انسانانو کاميابي او خوشبختي تضمينوي او دغه حاکميت امتياز نه‌ بلکې يو ستر مسووليت دی چې بايد اهل ته يې وسپارل شي. څرنګه چې حضرت علی رضی الله تعالی عنه فرمايي:
حق علی الامام ان یحکم بما انزل الله وان یودی الامانة فاذا فعل ذالک فحق علی الناس ان یسمعوا له وان یطیعوا وان یجیبوا اذا دعوا۔ [كنز] ژباړه : د امام (حاکم) دنده دا ده چې د الله له نازل شوي قانون سره سم قضاوت وکړي او امانت اداء کړي، نو کله چې هغه دا ډول عمل کوي، نو د خلکو دنده ده چې د هغه خبرې واوري، اطاعت یې وکړي، او کله چې هغوی را بولي، باید مثبت جواب ورکړي.

۲) د عدالت ټينګښت:
د اسلامي نظام د بريا يو بل ستر راز په ټولنه کې د عدالت ټينګښت او بې پرې قضاوت وو چې «د مدنيې منشور » هم ورته اشاره کړې ده. قضائيه قوه د پيغمبرﷺ په لاس کې وه، په خپل عادلانه قضاوت سره يې د ټولنې پر وړاندې شته ستونزې حل کولې او پر ځمکه يې الهي قانون پلی کاوو. نبي کريم ﷺيوه مرکزي قضائيه قوه رامنځته کړه چې ټولو خلکو به د خپلو ستونزو د حل په موخه ورته مراجعه کوله. دا چې دغه حکم الهي ماهيت درلود، د ټولنې په امنيت کې يې د پام وړ مثبت رول ولوباوو. دغه قضايي سيسټم يوازې د مسلمانانو له‌پاره نه وو ‌بلکې د مکې مشرکينو او د يثرب خلکو به هم ورته مراجعه کوله او د اسلام ستر پيغمبر به هغوی پرته له دې چې د اسلام منلو ته اړ کړي، تر قضايي پوښښ لاندې راوستل.
له پيغمبر وروسته نورو اسلامي حاکمانو هم د قضاوت ورته سيسټم پر مخ بيوه او هيڅ کله هم غيرمسلمانان دېته نه اړ کيدل چې په اسلامي محاکمو کې خپلې دعاوې پر مخ بوځي. له همدې کبله دا اړتيا نه احساسيده چې مسلمان قاضي غير اسلامي مرکزونو او ښارونو ( د اسلامي حکومت تر ولکې لاندې) ته واستول شي.
له دې سربېره د ټولو قاضيانو نومونو او د هغوی د فعاليت مودې په اړه به خلکو ته معلومات ورکول کيدل چې دغې چارې هم تر ډېره د اسلامي عدالت ټينګښت او بالاخره د اسلامي قلمرو پراختيا ته زمينه برابره کړه.
همدا لامل وو چې اندلس ( هسپانې) خلکو چې د خپل واکمن « Roderick» له ظلمونو څخه په تنګ وو، له شته بې عدالتيو څخه د خلاصون يوازينې لار يې اسلام وباله او د مراكش شمالي ساحل « Ceuta » سيمې والي يوليان ( كاؤنټ جولين ) له خپلې لور سره د واکمن«Roderick» بې عزتۍ له امله له اسلامي ځواکونو سره مرسته وکړه او د دغې سيمې فتحې ته يې لاره هواره کړه.

۳) جهاد في‌سبيل‌الله:
يو بل مهم اصل چې په صدر اسلام کې يې د اسلامي نظام بقاء تضمينوله او د اسلام پراختيا او پرمختيا ته یې زمينه برابره کړه ، هغه د جهاد في سبيل‌الله اقامه وه‎. دا چې د هجرت په لومړيو کلونو کې د اسلام مبارک دین يوازې پر مدينې پورې محدود وو او دغه ښار هم د دښمنانو په محاصره کې کوو، چې دښمنان يې د له منځه وړلو په لټه کې وو، نو د مسلمانانو له‌پاره د دفاعي ځواک پياوړتيا او د نظام پراختيا يو مهم لومړيتوب ګڼل کېده. ځکه چې جهاد د اسلام د دې فطري او عالمي دين د دعوت په لاره کې د پرتو خنډونو له منځه وړلو يوازينۍ لار ګڼل کيده او په دې لار کې ټول مسلمه امت قربانۍ ته آماده وو.
له همدې امله قران کريم مسلمانانو ته د مادي او معنوي ځواک تيارولو باندې ټينګار کړی: «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ» ( الانفال، ۶۰ آية) ژباړه: (او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او پر تاسو به ظلم نه كېږي)
الله تعالی بل ځای فرمايي: ﴿اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الَّذِيْنَ يُقَاتِلُوْنَ فِيْ سَبِيْلِهٖ صَفًّا كَاَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَّرْصُوْصٌ۰۰۴﴾ [الصف:۴] ژباړه: بې شكه هغه كسان د الله ښه ايسي چې د الله په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي، لكه چې دوى كلايي كړى شوى (پوخ) دېوال وي.
همدارنګه نبي کريم ﷺ فرمايي:عن أبي هريرة قال: سئل رسول الله ﷺ أي الأعمال أفضل؟ قال: إيمان بالله قال: ثم ماذا؟ قال: الجهاد في سبيل الله قال: ثم ماذا؟ قال: حج مبرور. ( صحيح مسلم : بيان كون الإيمان بالله تعالى أفضل الأعمال‌. رقم الحديث :۱۱۸)ژباړه: له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې له رسول ﷺ څخه وپوښتل شول: کوم عمل غوره دی؟ هغه وفرمايل: په الله تعالی ايمان راوړل، پوښتنه وشوه بيا کوم؟ ويې فرمايل: د الله تعالی په لار کې جهاد کول. پوښتنه وشوه بيا کوم؟ ويې فرمايل: قبول شوی حج.
په حديث شريف کې د الله تعالی په لار کې جهاد ته له ايمان وروسته تر ټولو غوره عمل ويل شوی دی.
جهاد نه يوازې دا چې د اسلامي حکومت د پياوړتيا او پراختيا لامل شو، بلکې د جهاد له لارې تر لاسه شوي غنايمو هم د اسلامي نظام او اسلامي ټولنې په اقتصادي پراختيا رغانده رول ولوباوو.
خو کله چې مسلمانانو له دغې الهي فريضې څخه مخ واړاوو، نو ورسره سم يې د زوال بهير هم پيل شو چې بالاخره د اسلام ستره امپراتورۍ ( عثماني خلافت) په سقوط سره اسلامي نړۍ د کابو يوې پيړۍ په ترڅ کې د اسلامي نظام له نعمت څخه بې برخه پاتې شوه.
۴) اغيزناک اداري نظام:
د اسلامي حکومت د بريا يوبل مهم اصل هم په ټولنه کې د يو داسې اداري نظام رامنځته کول وو چې هغه مهال يې د ټولنې ټولې اړتياوې په ښه توګه ځوابولې. حضرت محمد ﷺ چې کله په مدينه منوره کې د اسلامي نظام بنسټ کېښود، نو يوازې يې د ديني مراسمو او فرائضو پر اقامې بسنه ونه‌کړه، بلکې د ټولنې د ژوندانه مسائلو ښه‌والي له‌پاره يې هم يوه منظمه اداره رامنځته کړه چې په مستقيم ډول يې د مسلمانانو په چلند او کړنو باندې اغېز کاوو.
نبي کريم ﷺ د هجرت په دويم کال « منشور مدينې» کړنلاره تصويب کړه چې پر بنسټ يې د حکومت او ټولنې او د دغو دواړو ترمنځ اساسي کرښې ترسيم شوې. د دغه منشور پر بنسټ د مسلمانانو ترمنځ اړېکې او ټول سياسي مسائل د ديني عقايدو پر بنسټ تنظيميدل نه د خپلوۍ پر اساس.
په منشور کې مسلمانان واحد جمعيت وګڼل شو چې بايد له يوبل څخه دفاع او ملاتړ وکړي، له بې وزلو څخه تر خپلې وسې او توان سره مرسته وکړي او د خلکو ترمنځ عدالت حاکم وي.
دغه مهال چې د پيغمبر ﷺ له‌خوا کومه اداره د مسلمانانو چارو د تنظيم او غير مسلمانانو سره د اړېکو ټينګښت څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه، ډېره ساده وه، د ټولنې ديني او اخلاقي چارو ته يې ډېره پاملرنه کوله.اداري سيسټم داسې وو چې کارکوونکي او اجرايي لاملونه يې تر ډېره ثابت نه‌وو، د اړتيا پر بنسټ به خلک د وړتيا او تقوا پر بنسټ پر دندو ګمارل کيدل او د چارو لاښه پرمختګ په برخه کې به د الهي احکامو «… وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ …» (شوری سوره، ۳۸ اية) پر بنسټ له صحابه کرامو سره مشورې کيدې.
دا مهال مدينه منوره د اسلامي حکومت مرکز وو او نويو مفتوحه سيمې د مدينې حکومت تابع وې چې دغه چاره له نورو سيمو سره د مدينې منورې خلکو د فرهنګي او ټولنيزو اړېکو د پراختيا لامل شوه.

۵)اغېزناک ټولنيز نظام:
د اسلامي نظام يوه تر ټولو مهمه ځانګړتيا چې د بريا ستر لامل يې ګڼل کېږي، د ټولنيز نظم تينګښت وو، څرنګه چې د مدينې منشور هم دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې او په هغه کې د اسلامي امت وحدت او د هغو جرمونو پر وړاندې ګډ دريځ ته اشاره شوې چې د ټولنې نظم ګډوډوي او مومنان مؤظف شول څو د هغو کسانو پر وړاندې پرکنده چلند وکړي چې د مسلمانانو ترمنځ فتنه خپروي او ظلم ورباندې کوي. همدارنګه ويل شوي هيڅ مسلمان ته چې د دغه منشور متن يې منلی او پر خدای او د قيامت پر ورځې ايمان لري، جواز نه‌لري چې له قاتل سره مرسته وکړي او هغه ته پناه‌ ورکړي او که څوک دغه ډول کار وکړي، د خدای لعنت دې ورباندې وي او شاهدي به يې نه‌منل کېږي.
له همدې امله مدينه منوره او ورپسې نورې مفتوحه سيمې چې د اسلامي نظام تر حاکميت لاندې راتلې، له ډاډمن امنيت څخه برخمنې وې، په داسې حال کې چې د نورو سيمو خلک له نا امنيو او ګډوډيو څخه تر پوزې راغلي وو. همدا لامل وو چې خلکو اسلام ته ليوالتيا ښودله او په خپلو سيمو کې يې د اسلامي نظام حاکميت برخه کې له مسلمانانو سره مرسته وکړه.

۶) اغېزناک اقتصادي سيسټم:
هغه مهال د اسلامي ټولنې اقتصاد تر ډېره پر عشر او زکات، له دښمن څخه په ترلاسه شويو غنايمو، مالياتو او د غيراسلامي سيمو څخه پر ترلاسه کيدونکيو جذيو ولاړ وو چې اسلامي حاکميت يې منلی وو خو اسلام يې نه وو راوړلی. نويو مفتوحه سيمو عوايد به پر مسلمانانو باندې په مساوي توګه وېشل کيدل چې هر يو ته به ۲۰۰ ـــ ۲۵۰ درهمه رسيد. دې چارې د خلکو اقتصادي وضعيت دومره ښه کړی وو چې حتی په سيمه کې بې وزلي ورسره ختمه شوې وه. خليفه د مالياتو په ټاکلو، تعديل او يا د هغو د يوې برخې يا ټولې په معافيت کې خلاص لاس درلود خو د مالياتو د کچې ټاکل د سيمه‌ييزو او مالياتي ارګانونو مسووليت وو چې تر ډېره د ځايي خلکو په لاس کې وو دغه چاره د دې لامل شوه چې مالياتي مرکزونه تل فعال واوسي او د مرکزي حکومت پر اوږو بار راکم کړي.

۷) علم او تخنيک ته ځانګړې پاملرنه:
اسلامي نظام د نورو چارو تر څنګ علم او پرمختګ او د سيمې سمسورتيا ته هم ځانګړې پاملرنه درلوده، فرانسوي تاريخ ليكونكي موسيو سيديو ويلي : « موسىٰ بن نصير د اندلس سيمه سمسوره او خلكو ته يې د هوساينې زمینه برابره کړه چې د هغه ځاى د مخكنيو واكمنو [ ګاتانو ] په پېر كي يې هيڅ نه وه په برخه سوې »( تاريخ عرب ٢١٤ مخ ). بل ځاى ليكي: «د اندلس عرب په علومو، فنونو، صنعت، حرفت او اخلاقو كې تر پرنګيانو ډېر ښه او لايق وو» ( تاريخ عرب ٣٢٠ مخ ).
د لويديز يو معاصر ليکوال ګلاب په دې اړه ويلي چې مسلمانانو هغه مهال په پوهه، صنعت او تخنيک کې د پرمختګ له امله الجبر، مثلثات او لوګاريتم اختراع کړ، د کيميا، طب، جراحي او سترګو په برخه کې د اسلامي علماوو کتابونه تر اتمې پيړۍ پورې په اروپايي پوهنتونونو کې تدريسيدل او د کاغذ توليد په اختراع سره يې له اروپايانو سره د صنعت په پرمختګ کې پراخه مرسته وکړه.
پورته مواردو ته په پام سره ويلی شو چې اسلام داسې کامل دين دی چې ټولو دنيوي او ديني مسائلو ته يې لازمه پاملرنه کړې او که چېرې څرنګه چې په صدر اسلام کې د اسلام ستر پيغمبرﷺ، صحابه کرامو، تابعينو او نورو اهل صالح امراو ورته پاملرنه کوله، د ژوندانه په ټولو چارو کې په ښه توګه تطبيق شي، نه يوازې دا چې د مسلمانانو د اخروي کاميابۍ لامل کېږي، بلکې د نورو سياسي نظامونو په پرتله به د ژوندانه چارو پرمختګ له‌پاره هم تر ټولو ښه موډل واوسي.
سرچينې او اخذليکونه:
۱. اسلام سياسي نظام؛ د جمهوريت، امارت او خلافت جګړه، محمد نعیم جلیلی، ۲۰۲۱ کال د اپريل ۱۴مه (https://www.eslahonline.net/2021/04/14/jalilisab/(
۲. له ديني پلوه د جهاد ارزښت او حکم!، مولوي عطاءالله مبارز، د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۵مه، نن آسيا ويب‌پاڼه(https://www.nunn.asia)
۳. سازمان حکومتى در صدر اسلام،نوسینده‌ګان: محمد غراوی، سید حسین اسلامی، پرتال جوامع علوم انسانی(http://ensani.ir/fa/article)
۴. عصر طلایی خلافت اسلامی و عوامل از هم پاشی آن، ابوالياس جهادوال، ۳۰ اکتوبر ، ویب سایت انترنتي نن، آسيا(https://www.nunn.asia )

مربوطه مطالب

Back to top button