پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د معتادینو او سوالګرو په څېر؛ ښځه هم درملنه او پالنه غواړي!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 23, 2023
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
163
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

ښځه شته، ښځه یولوی واقعیت او د بشر اکثریتي برخه ده. پرته له ښځې انسان عدم او دنیا شاړه ده. خو ښځه بیا هم له خپل همدومره ارزښت او اکثریت سره سره ترنارینه ؤ زیاته په کړ او، تیارو او مظلومیت کې راګیره ده. ښایي د هغوی د نیمګړتیاو او ستونزو مسؤلیت ځکه خپله د دوی د زامنو پر غاړه وي چې هغوی نارینه او قوامون دي، همدا د فطرت وېش هم دی چې له آدمه ترعدمه د ژوندانه لوړ اختیارات د نارینه ؤ په لاس کې دي. همدا وجه ده چې اوس نو د ښځینه طبقې د مشکلاتو، نیمګړتیاو او رنځونو درملنه او پالنه هم بېرته د نارینه و پر غاړه ده. اوس نو راځئ د موضوع اصلي مقصدته. زموږ اصلي مقصد دادی چې د اسلامی امارت د مشرانو کور ودان چې د تېر اشغال راپاتې ډېرو مهمو ستونزوته یې پوره توجه کړی او هره ورځ یې په اړه خورا ضروري ګامونه اخلي. د مثال په توګه زموږ ښارونه او بازارونه نېشیانو او سوالګرو په سراخیستي او لویه شرمندګې ترې جوړه وه چې دادی په هکله یې کافی پرمختګ شوی، د اغېزمنو درملنه او پالنې ته یې جدي اقدامات کړي او تر ډېره یې یاده ستونزه ختمېدوته نژدې کړې ده. خو حقیقت دادی چې تر دغو ورهاخوا زموږ یوه لویه طبقه یعنی زموږ میندې، خویندې، لوڼې، مېرمنې، خپلې او پردې ټولې، بازاري، مکتبۍ، لوستې او نالوستې، اطرافي، کلیوالې، د هر قوم او قبیلې، شمالي، جنوبي، مرکزي، شرقی او غربي ګرد سره له دیني، اخلاقی، کلتوري، عقلی او ذهني، پلوه له خطرناکو ستونزو او نیمګړتیاو سره لاس ګرېوان دي. که بازاریو او مکتبیو کې د فرنګې افکارو او رواجونو څرګندې نښې ښکاری نو هماغه د امان الله شاه، نادرشاه، ظاهر شاه، داوود شاه، کمونېستی دوری او صلیبي دورې د هلو ځلو، روزنې، تبلیغاتو او مالي هڅونې اغېزدی او که اطرافي او کلیوالو ښځو کې خرافات، مزخرفات، کوډې، بدفالي، کم عقلي، شرکیات، بدعات او سل رنګه غلطې انګېرنې لیدل کیږي نو هم پړه یې پرخپلو نارینه واکمنو، امامانو، خطیبانو پیرانو. او پو هېدونکو مخورو مشرانو ده. مطلب دا چې د نیمګړتیا او فکري جهالت له پلوه هیڅکله کلیوالې له بازاریو کمې نه دي. البته د لوستو او بازاریو خطر به له دې پلوه زیات وي چې د ځینو بهرنیو جاسوسي او لاس وهونکو کړیو سره به اړیکې ولري. خو بل لورته هغه جهالت چې اطرافی سیمو او عوامی کورنیو کې زموږ ښځینه ورسره مخ دي، هم ټولنې ته له زهرجن ناسوره کم نه دی.
په دې اساس د حکومت یو مهم دیني او ملي مکلفیت او ذمه واري داهم ده چې د خپلې ښځینه طبقې په اړه هم خپلې غاړې خلاصې او د دوی د روزنې، درملنې او پالنې لپاره مثبت، اغېزناک او معقول ګامونه واخلي. خو په دې لړ کې باید هیڅوک هم یو څو حقایق له پامه ونه غورځوی او هغه دا چې ایا دا ممکنه ده چې موږ له خپل هېواده ښځې ورکې کړو ایا کیدای شي ټولې کورو کې بندیانې او یوی ته هم راوتلو اجازه ورنه کړو؟
ایا سمه ده چې تعلیمي مراکزونه یې کاملاً ایسارې کړو؟ ایا د منلو ده چې ټول هېواد کې دې ښځینه ډاکټره نه وي؟ ایا ځینو حکومتي ادارو کې په سل ګونو ښځوته اړتیا نه لرو؟ او ایا د هېواد ګوټ ګوټ او کلي کلي کې په لکونو ښځینه دیني استادانو ته شدید ضرورت نشته؟ د همدغو وجوهاتو پربنا موږ ویلی شو چې نه، موږ واقعاً نه شو کولی د خپل هېواد د غه ښځې همدا نن سبا اسمان ته وخېژ وو، یا یې پر ځکمه ننباسو، یایې ووژنو یایې په نورو بدلې کړو. ځکه خو د دغې ستونزې مثبت حل او اغېزمنه چاره په کار ده. نو لکه چې فرضاً د معتادینو لپاره د څو میاشتو او کلونو روزنه او درملنه ضروري ده. همدغسې د ښځو د روزنې لپاره هم نسبتاً اوږد مهالي پروګرامونه لازم دي. دا کار خورا ډېر زغم او حوصله غواړي خو یقیني ده چې که خدای کول څو کلونو کې به یې انتهایی ګټورې او مثبتې پایلې را ووځي. ښکاره ده چې دغه پروسه د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د تأسیس لپاره ډېرو پیسوته هم اړتیا لري، خو په هر صورت چاره هم بله نشته او ضرور به داسې کیږي هم. لنډه دا اوس نو چې حکومت د هېواد پر نورو اغېزمنو ټولنو د پالنې او روزنې کار پیل کړی، باید د خپلو ښځمنوله نیمګړیتاو او ستونزو هم سترګې پټې نه کړي او په اړه یې عاجل، معقول او مثبت اقدامات وکړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ښځینه طبقې روزنه او پالنه په حقیقت کې د څلور میلیونه روږدو له پالنې او درملنې په لس ګونو ځله مهمه، ضروري، لازمی او زموږ د دین او دنیا لپاره ګټوره ده. دا به یوټولنیز انقلاب راولي، په دې سره به د مؤمنو هېوادوالو ایمان، اخلاق او دینی افکار وساتل شي او همدا به زموږ د موجوده اسلامی نظام یوه تلپاتې، اوږد مهاله او ګټوره مېوه وي.

لوی ټکي: ټولنهحقوقسرمقالهښځې
مخکینې مطلب

تورخم دروازه به له نن څخه بيرته د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شي

بل مطلب

پاکستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com