کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ کب، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان له دفاع وزیر سره، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشري نن کابل ته راغلی، لیدنه کړې. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې کړې دي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پخپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان ا.ا له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکوپر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي. ملا عبدالغني برادر ټینګار کړی؛ اړینه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي. نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. د ریاستالوزر اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره اړین سهولتونه برابر او د بېړنیو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي. پاکستاني لوري د افغانستان اسلامي امارت ته د ذکر شوو مسایلو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او موظفې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.