تورخم دروازه به له نن څخه بيرته د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ کب ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې ، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت ستره لاره د تورخم دروازه به له نن څخه بيرته د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

تېره شپه ناوخته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په ټویټر لیکلي، چې د تورخم دروازه به سبا پنجشنبه د کب په څلورمه د تګ راتګ، ترانزېټ او تجارت لپاره خلاصه وي.

دغه راز د تورخم کميسارۍ يوې سرچينې کابل ټکی کام ته هم له نن څخه بيرته د تورخم دروازې پرانيستل تاييد کړي دي.

تورخم دروازه درې ورځې مخکې وروسته تر هغې د افغان چارواکو له لوري وتړل شوه، چې په وينا يې پاکستاني لوري ناروغانو ته په اوښتلو، د مهاجرينو او نورو افغانانو هېواد ته په راتګ او نورو اړونده موضوعاتو کې مشکلات جوړ کړي و.

د افغان چارواکو په وينا، پرون د پاکستان د دفاع وزير او د آی اس ای د مشر په ګډون يو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی و او دلته يې له ملا عبدالغني برادر ، د افغانستان دفاع وزير ملامحمد يعقوب مجاهد او نورو چارواکو سره په بېلابېلو مسايلو خبرې کړي.

افغان حکومتي چارواکي وايي، چې پاکستاني لوري ژمنې کړي، چې په پوله به افغان سوداګرو، مسافرو او ناروغانو ته اسانتياوې ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button