افغان حکومت په پاکستان کې په وروستیي تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت حکومت په پاکستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه، چې لاریونونه شوي او په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي، خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې (د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې سیاسي ثبات د پاکستان د مسلمان ملت او د ټولې سیمې په ګټه بولي او له ښکېلو لوریو د زغم او تفاهم هیله لري).

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په روان وضعیت کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د خوندیتوب په اړه يې خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير په ځينو قضیيو کې په فساد کې ښکېل بللی او پرون د پوليسو له لوري ونيول شو چې نن د محکمې پر ځای په يوه ځانګړي نظامي ځاي کې محکمې ته وړاندې شو.

د عمران خان پلویانو په دغه هېواد کې مظاهرې پيل کړي، چې په ځينو صوبو کې په تاوتريخوالي اوښتي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button