د تونس په يوه کليسا کې د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، په تونس کې په يوه کليسا کې د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنيو ليکلي، چې يوه وسله وال د تونس سمندرغاړې “جربه” ټاپو یوه یهودي عبادتځای کې کلیسا ته د داخليدو پر وخت ډزې وکړې چې د تونس دوه امنیتي کسان او دوه زیارت کوونکي يې ځای پر ځای ووژل.
د تونس د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد بریدګر ساتونکي چې بحري مرکز کې یې هم دنده کړې ده، خپل ملګری په ډزو وژلی او بیا یې کلیسا ته مخه کړې او ګډوډې ډزې یې کړې دي چې پنځه نور امنیتي کسان او څلور زیارت کوونکي یې ټپیان کړي.
وزارت وايي، دغه ساتونکی د تونس له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی.
په وژل شويو کې يو فرانسوی او بل تونسی دی.



