کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ثور، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې په غزې تړانګه د اسرائیلي اشغالګرو د هیوایي بریدونو په غبرګون کې له پرون راهیسې د حماس د اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لوا د صهیونیستانو د پلازمینې “تل أبیب په ګډون په یو شمېر ښارونو توغندویي بریدونه کړي چې له امله یې پراخ مالي او ځاني زیانونه پکې اوښتې دي.
د اسرائیلي پوځ ویاند مني چې د حماس څو توغندي له رادار ورتیر او په پلازمېنه کې یې ځینې اهدف په نښه او تخریب کړي دي؛ خو د صهونیست پوځ ویاند پکې د اوښتې مرګ ژوپه تړاو څه نه دي ویلي.
په ورته مهال د فلسطیني مقاومت سازمان ویاند پر اسرائیلي ښارونو د لا ډېرو بریدونو خبرداری ورکړی ده.
د ویلو ده چې د فلسطیني جهادیانو او نیواکګر اسرائیلي ريژيم ترمنځ دا د جګړه وروسته له هغې پیل شوه کله چې د روانې مئ میاشتې په لسمه نېټه اسرائیلي اشغالګرو پر غزې هوایي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د اسلامي جهاد د ۳ مهمو قوماندانانو په ګډون یې ۱۲ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شول.


















