ایران په تېرو څو میاشتو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان اعدام کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ثور، ۱۴۰۲ل)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک په ایران کې د اعدام سزا زیاتېدو ته په اشارې ویلي چې د دغه هېواد حکومت په روان کال کې لږ تر لږه ۲۰۹ کسان اعدام کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر پرون سهشنبه د مې ۹مه ویلي چې د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې په اونۍ کې په اوسط ډول ۱۰ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.
شته شمېرې ښيي چې په ایران کې تېر کال ۸۵۰ کسان اعدام شوي او ولکر ترک ویلي چې هلته سږ کال هم د دې ډول سزا لړۍ روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران قضایه قوې تېره دوشنبه دوه کسان ‘قرانکریم ته د سپکاوي’ په تور اعدام کړل چې ګڼ نړیوال غبرګونونه یې را وپارول.
د ایران اسلامي جمهوریت لخوا په اعدامشویو کسانو کې لیکوالان، مدني فعالان او د اقلیت وګړي شامل دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، هلته په تېرو ۱۴ ورځو کې د بلوچ اقلیت ۲۲ کسان اعدام شوي دي.



