کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې له وړمې ورځې راهیسې د اشغال شوې لویدځې غاړې په “جنین” کمپ کې د فلسطیني ځوانانو او اسرائیلي نیواکګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې په غبرګون کې یې د فلسطین ستر مقاومتي سازمان “حماس” صهیونستانو د پلازمینې “تل أبیب” په ګډون په ګډون ښارونو سلګونه توغندي ویشتلي چې په پایله کې یې ۲ تنه یهودیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کېږي چې د حماس تر ځوابي بریدونو وروسته ګڼو ودانیو او موټرو اورونه اخیستي، د خطر زنګونه وهل کیږي او صهیونیست حکومت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې ده چې تر ځمکې لاندې خوندې ځایونونه ته دې ننوځي.
په ورته مهال د لبنان د حزب الله وسله والې ډالې مشر “حسن نصرالله” د یادې ډلې اړوند په تلویزیوني شبکې “المنار” د یو لنډ ویډیویي پیغام په خپرولو سره د صهیونستانو په پلازمینې “تل أبیب” او اړوندو ښارونو د سترو او ځپونکو بریدونو کوټځنډنه کړې ده.
د ویلو ده چې له وړمې ورځې راهیسې د اشغال شوې لویدځې غاړې په جنین کمپ د اسرائیلي نیواکګړو هوایي او ځمکني عملیات روان دي چې تر اوسه پکې ۲۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.


















