پر فلسطین د اسراییلو اشغالګرو هوايي بریدونه؛ پنځه کسان شهیدان شوي او ۲۷ ټپیان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

فلسطیني چارواکي وايي چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې شمال جنین ښار پر کډوالو کمپ د اسراییلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې پنځه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین اوسېدونکو او چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو بېګاه شپه پر جنین ښار لس هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې یو‌شمېر ودانۍ هم نړول شوي دي.

په ورته مهال د اسراییلي ځواکونو زغره‌والو موټرو او ځواکونو هم د جنین ښار کډوالو کمپ کلا بند کړی او سرکونو او ودانیو ته یې زیانونه اړولي دي.

بل‌خوا د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې بېګاه شپه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په مرکزي برخه رام‌الله کې د محمدحسنین په نوم ۲۵کلن ځوان د اسراییلي اشغالګرو له لوري شهید شوی دی.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې څلور نور فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو له لوري په سر او سینه کې په ډزو سره شهیدان شوي دي.

د اسراییلي اشغالګرو له لوري په شویو بریدونو کې ۲۷ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي چې د اتو کسانو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button