کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور سرپل ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د قشقري تاسيساتو د نفتو له څا ګانو څخه د نفتو د استخراج د لومړنيو چارو پرانيسته وکړه.د يادو تاسيساتو د پرانيستلو پرمهال شيخ شهاب الدين دلاور وويل، چې د سرپل قشقري نفت د هېواد د اقتصاد مهمه سرچينه ده او له دې سرچينې څخه به د هيواد په آبادۍ کې کار واخيستل شي.شېخ دلاور زياته کړه، چې په دې پروژه کې به د تخنيکي او غير تخنيکي کارکوونکو استخدام او د دغه کان له عوايدو څخه بيارغونې ته به د سرپل ولايت ته لومړيتوب ورکړل شي.ورته مهال د سرپل ولایت مرستيال او سرپرست داملا محمد نادر حقجو وويل، چې اسلامي امارت د هيواد په پرمختګ کې له داخلي سرچينو څخه خدمت کولو ته ژمن دي او هغه بنيادې کارونه، چې په تېرو شلو کلونو کې نه و تر سره شوي اسلامي امارت تر لاس لاندې نيولي دي. په همدې حال کې د ياد ولايت د امنيې قوماندان مولوي عبدالبصير مظهري د دغه ولايت د نفتو او ټولو کاني سيمو د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ.


















