په تورخم کې د ۳۵ ټنه کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه ونيول شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د تورخم د استخباراتو مديريت له لوري په تورخم کې د ۳۵ټنه کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې ده.د تورخم استخباراتو مدير محمد اقبال تکل باختر آژانس ته ويلي، چې وړمه شپه په يو باروړونکي موټر کې د ۳۵ ټنه کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې، چې غوښتل يې له هيواده بهر ته يې انتقال کړي.تکل زياته کړه، چې دغه ډبرې له هيواده بهر ته په جعلي اسنادو انتقالېدې، چې له څېړنې وروسته يې اسناد جعلي او د انتقال مخه يې ونيول شوه.نوموړي وويل، په دې تړاو يو تن نيول شوي، چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې یې هم د تورخم داستخباراتو مديريت له لوري شاوخوا د ۳۶۰ کيلوګرامه نشه لرونکو توکو د قاچاق مخه نيولې وه.


