کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان امنیتي اؤ استخباراتي ځواکونو د باجوړ ایجنسۍ د “چهارمنګ” په عمومي سیمه کې د وسلوالو د شتون د راپور په اساس عملیات ترسره کړي.
د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ سخته نښته شوې چې په پایله کې یې څلور وسلوال وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
د پوځ اعلامیه وایي چې په نښته د یو عسکر هم وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ځینو سیمو کې د وسله والو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ویلو ده چې تر اوسه د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې د پوځ د وروستئ ادعا په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.















