امریکا کې د وروستۍ اورلګېدنې له امله ۸۰ کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۲ل)

امریکايي چارواکو په «هاوايي» کې د لګېدلي ځنګلي اور د پراخېدو خبرداری ورکړی او تر دې دمه یې د ۸۹ کسانو مړینه تایید کړې ده.

ګارډین نن یکشنبه د اګست ۱۳مه راپور ورکړی چې دا اورلګېدنه په امریکا کې په تېره یوه پېړۍ کې تر ټولو وژونکی طبیعي اور بلل شوی دی.

دا اور تېره سه‌شنبه د لاهاتنا په یوه تاریخي سیمه کې ولګېد.

دغه راز د هاوايي والي جاش گرین دا پېښه «تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین» بللی او ویلي یې دي چې اوس عملیات د زیاتو تلفاتو پر مخنیوي متمرکز دي.

بلخوا یو شمېر چارواکو د دې اورلګېدنې د پراخېدو خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه د دې اورلګېدنې د مخنیوي عملیات یوازې په درې سلنه سیمو پيل شوي دي.

تر دې وړاندې په ۱۹۱۸ کې د مینه‌سوتا او ویسکانسین ایالتونو کې د ورته اورلګېدنو په پایله کې تر ۴۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

همداراز په ۲۰۱۸ کې د کالیفرنیا په پارادایس ښار کې د ځنګلي اور په پایله کې ۸۵ کسان مړه شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په یو شمېر آسیاسي، اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د اقلیمي بدلون له امله د ورته مرګونو پېښو راپورونه زیات شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button