کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا د هاوايي ایالت په ځنګلي اورلګېدنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ ته لوړ شوی دی.
د هاوايي ایالت والي وايي، سلګونه کسان لادرکه دي چې ممکن د قربانیانو اصلي شمېر تر دې ډېر زیات لوړ شي.
چارواکي وايي، له زر کسانو سره اړيکې پرې شوي چې ځينې ممکن خوندي ځايونو کې وي خو د ځينو ستونزو له امله اړيکې ورسره نه نيول کېږي.
چارواکي وايي ، د اور وژونکو په ګډون د لټون او ژغورنې اضافه مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوې دي.
داسې اټکل شوې چې ښايي په دې اورلګېدنه کې تردې دمه له ۲۰۰۰ ډېرو ودانیو ته زیان اوښتی او یا په بشړ ډول لمنځه تللې دي.
د پاسېفیک د ناورین مرکز “پيډيسي” او د بېړني مدیریت فدرال اژانس د ماوي ټاپو د بیارغولو لګښت شاوخوا ۵ نیم میلیارد ډالره اټکل کړی دی.















