توشه خانه قضیه کې د عمران خان سزا وځنډول شوه او محکمې یې په ضمانت د خوشې کولو حکم وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۲ل)

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې شیبه به وړاندې د پاکستان سترې محکمې په توشه خانه کېس کې د پاکستان تحریک انصاف د مشر او پخواني لومړي وزیر “عمران خان” سزا ځنډولې او په ضمانت یې د نوموړي د خوشې کولو امر کړی دی.

د اسلام اباد “هائي کورټ” مشر قاضي چيف جسټس “عامر فاروق” او قاضي “طارق محمود” د محکمې پخوانی حکم لغوه کړی دی او د عمران خان د خوشې کولو امر یې کړی ده.

د ویلو ده چې د اګست په پنځمه د اسلام اباد یوې بلې محکمې د تحریک انصاف ګوند مشر ته د درې کالو بند، د پنځو کالو نااهله کولو او د يو لک روپو د جرمانې سزا اورولې وه، نوموړی پولیسو نیولی و چې دا مهال د اټک په زندان کې د بند شپې ورځې تیروي.

مربوطه مطالب

Back to top button