کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۲ل)
په اوکراين کې د روزنيز ماموريت پر مهال د دوو الوتکو د ټکر له کبله درې پيلوټان وژل شوي دي ،د اوکراين جمهور رئيس ولادمير زيلنسکي پر خپله فيسبوک پاڼه په يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي ،چې دا پېښه وړمه ورځ د ژيتومير سيمې پر فضا رامنځته شوې.د ده په خبره په پېښه کې د (( اندري پيلشکوپ)) په نامه د دوی يو مهم افسر هم وژل شوي دي.نوموړي که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.په ورته مهال رويټرز خبري اژانس ليکلي ،چې ياده پېښه د دوو L-39 الوتکو د ټکر له کبله رامنځته شوې.


















