نورستان: د لومړي ځل لپاره په عصري طبي وسائلو سمبال ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې، د لومړي ځل لپاره په نورستان کې 100 بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ځايي مسوولين وايي، نورستان تر اوسه پورې په ټول ولایت کې هيڅ کوم مجهز روغتون نه درلود.
د یاد ولایت ګڼو ناروغانو به د ناروغۍ پر مهال نورو ولايتونو ته د تلو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکاوه.
د مسوولينو په وينا، نوی جوړ شوی روغتون په ټولو طبي وسایلو سمبال دی او د یاد ولایت خلک د تل لپاره له دې ستونزې څخه وژغورل شول چې خپل ناروغ دې په سختو لارو بل ولايت ته يوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button