د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسلګرۍ د دغه هېواد له زندانونو د شپږو ماشومانو په ګډون د ۷۵ افغان اتباعو د خوشې کولو اعلان وکړ.

په کراچۍ کې د افغان قونسل جنرال وايي، دغه کسان نن (سه شنبه، ۷ سنبله) د پاکستان د کراچۍ صوبې له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې له تېرې څه مودې راهيسې، د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه زره او ۵۱۶ افغان اتباع د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه قونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو د دغه هېواد د ۳۰۰ نورو افغان اتباعو د خلاصون هڅې روانې دي.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ له پاکستانه غوښتي چې د افغان اتباعو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې د درملنې لپاره دغه هېواد ته راځي، توقیف نکړي.

دغه قونسلګرۍ د هېواد له اتباعو هم غوښتي چې له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته سفر ونه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button