کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۲ل)
حماس اسلامي غورځنګ خبرداری ورکړی، چې که صهیونیستي ریژیم پر غزې د ځمکني یرغل تېروتنه وکړي، نو له سخت غبرګون او خونړي غبرګون سره به مخ شي، چې دا به د اکتوبر د اوومې د عملیاتو په پرتله څو برابره خونړی ځواب وي.
دغه خبرداری د حماس غورځنګ د پوځي شورا مشر “اسامه حمدان” په لبنان کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ورکړی ده.
حماس د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه د غزې تړانګې په شاوخوا کې پر اسراييلي مېشت ځايونو باندې ناڅاپي بريدونه پيل کړل او له هغې ورځې راهيسې اسراييلي نیواکګر کې د فلسطيني ولسي وګړو پر ضد خپلو بې رحمانه بريدونو ته دوام ورکوي.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو د غزې پر تړانګې د ځمکني برید په موخه خپل ټانکونه او ځواکونه غزې تړانګې ته نږدې په پوره تیارۍ کې ځای پر ځای کړي دي او د غزې تړانګه یې په بشپړه توګه محاصره کړې ده او د اوبو، خوراکي توکو، تیلو او بریښنا په پرې کولو سره یې د ولسي وګړو ژوندی تریخ کړی دی.
له لبنان څخه “اسامه حمدان” د دې ډلې له خوا د اسراييلي بنديانو او يرغمل شويو کسانو په اړه وويل، “ډېرو هېوادونو د بهرنيو بنديانو په اړه له حماس سره خبرې کړې دي.”
هغه زیاته کړه: “کله چې په غزه کې د اسرائیلو تیري پای ته ورسیږي، موږ به د اسرائیلي پوځ د بندیانو د برخلیک په اړه خبرې وکړو.”
د جمعې په ورځ حماس ډلې دوه امریکايي بندیان چې یوه مور او د هغې لور وه، خوشې کړل او تر دې مخکې یې دوه نورې ښځې هم خوشې کړې وې.
په داسې حال کې چې په غزه کې د اسراييلي پوځ او فلسطيني ډلو ترمنځ جګړه خپلې درېيمې اوونۍ ته ننوځي، د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د اسراييلي پوځ د غزې په اسمان کې يو خبرتيا خپره کړه او د غزې اوسېدونکو ته يې خبرداری ورکړ چې هر هغه څوک چې د غزې په شمال کې پاتې کېدل غوره کوي د اسراییلو له خوا به “ترهګر” وګڼل شي.
د اسرائيلو او حماس تر منځ په روانه جګړه کې تر اوسه د اسرائيلو له لوري ۲۰۰۰ تنه او د فلسطين لوري ۴۳۸۵ تنه وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان سوي دي.


















