کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۳ل)
د اقصی مبارکو او ویاړلو عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یادو عملیاتو له پیل راهیسې یې په صهیونیستي ريژیم ۳۱۹۴ بریدونه کړي دي.
د یاد غورځنګ خبر پاڼه وایي: زموږ عملیاتو کې ۱۰۰ یهودي مېشت ځایونه ویجاړ شوي، سلګونه صهیونیستان وژل شوي او درې لکه یهودیان له خپلو سیمو تښتیدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ په خپله خبر پاڼه کې ویلي، چې د تېر یو کال په اوږدو کې یې د لبنان او اشغالي فلسطین پر پوله صهیونیستي اشغالګرو سره په نښتو کې سلګونه مجاهدین شهیدان شوي او د حسن نصرالله په ګډون یې د رهبرۍ په کچه ۵۰ مشران شهیدان شوي؛ خو په خبره یې نوي مشران یې ټاکلي او د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې یې مبارزه کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.