يمني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو پر مټ اسراييلي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۳ل)
د یمني ځواکونو له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني او لبناني ملتونو د ملاتړ او د اقصی عملياتو د يو کال پوره کېدو په مناسبت د الله تعالی په مرسته په اشغال شوي فلسطين کې يو شمېر اسراییلي اهداف په نښه کړي دي.
لومړي بريد کې يې اشغال شوې يافا سيمه کې د دښمن دوه هدفونه د فلسطين ۲ او ذوالفقار په نامه توغنديو سره ويشتلي او له منځه وړي دي.
دوهم بريد يې د څو بې پيلوټه الوتکو په مټ کړی او د اشغال شوي فلسطين يافا او ام رشاش سيمو کې يې اهداف په برياليتوب سره له منځه وړي دي.
خبرپاڼه کې د فلسطيني او لبناني مقاومت کوونکو ستاينه شوې او خبرداری ورکړل شوی، چې خپلو بريدونو ته تر هغه مهاله دوام ورکوي کې صهيونيستي اشغالګرو د غزې کلابندي او دغه راز په فلسطين او لبنان کې خپل بريدونه پای ته نه وي رسولي.



