اسرائیلي اشغالګرو په پلازمینې دمشق هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې ‏په دغو بریدونو کې مهم او ستراتېژیک ځایونه په نښه شوې دي.

‏‏اسرائیلي ځواکونو د سوریې یو شمېر سیمې هم نیولې دي.

بلخوا امریکایي چارواکو ویلي، که اسرائیلو ته ګواښ پیښ شي، نو دوی به غلي پاتې نشي.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو لومړي وزیر د کابینې غونډې ته ویلي، چې

د ۱۹۷۴م کال د “فض الاشتباك” تړون چې د جولان په سیمه کې د سوریې او اسرائیل تر منځ د اوربند په موخه شوی و، اوس له منځته تللی دی.

نتنیاهو پوځ ته لارښوونه کړې، چې په سیمه کې د بې‌ وسلې شوې ساحې او د هغې شاوخوا مهمو پوځي موقعیتونو کنټرول ترلاسه کړي.

دا اعلان ښایي د سیمې پر امنیتي وضعیت او د سوریې او اسرائیل ترمنځ کړکېچ باندې جدي اغېزې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button