کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۰۳ل)
د الجزیرې تلویزیوني شبکې او رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” د اسرائیلي اشغالګرو هوایي بریدونو کې د بهرنیو چارو وزارت تاریخي ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
که څه هم په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې صهیونیستي ترهګر ريژیم د بشارالاسد په مشرۍ د تېر حکومت په ځواکونو او پوځي تأسیساتو زرګونه مرګوني بریدونه کړي و؛ خو د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ په ګډون ګڼ شمېر سیمې د سوریې د دافع هوا سیستم له امله خوندې پاتې وې.
په ورته مهال اسرائیل ټایمز د صهیونیستي ريژیم د دفاع وزات په حواله ویلي، چې د سوریې پنځو ښارونو کې یې ښاریانو ته د تخلیې خبرداری ورکړی او د هوایي بریدونو لړۍ به دوام لري.