سوریه کې د کُرد ځواکونو او ترکي پلوه وسله والو ترمنځ نښتو کې ۱۲۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د سوریې په “دیرالزور” ولایت کې د کُردي ځواکړنو او ترکیې پلوه وسله والو ډلو ترمنځ په خونړیو نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کُردي ځواکونو ملاتړ امریکا کوي او په کُرد مېشتو سیمو کې څو سترې امریکایي نظامي اډې هم شتون لري.

د کُرد وسله والو ویاند “العربیه” تلویزیوني شبکې ته د جګړو د پخلي ترڅنګ په دمشق د واکمنې تحریرالشام ډلې په ځواکونو تور لګولی، چې د دوی په مرکزونو یې له ترکي پلوه وسله والو ډلو سره یوځای برید کړی او ترکیې یې هوایي ملاتړ کړی دی.

د کُرد ملیشو ویاند ادعا کړې، چې د مخالفو ځواکونو بریدونه یې په شا تمبولي او خبرداری یې ورکړی، چې په راتلونکي کې به هم له خپلو سیمو دفاع کوي.

د یادونې وړ ده، چې په دمشق واکمنې ډلې تحریرالشام تر دې دمه د کُردانو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button