کابل او د مشق د ديپلوماتیکو اړیکو پیلولو ته لیواله دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر أسعد حسن الشیباني سره تیلیفوني خبرې کړي.
ښاغلي متقي د سوریې نوي حکومت او ښاغلي الشیباني ته د بریا مبارکي ویلې، د بریالي ماموریت هیله یې ورته څرګنده کړې، د سوریې د عفوې او ښې حکومتولۍ هڅې یې ستایلې دي او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه منظمې دیپلوماتیکې اړیکې ولري.
دغه راز د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو شل کلنه مبارزه مهمه تجربه بللې او له ټیلیفوني اړیکې یې مننه کړې.
هغه هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې شي او د پلاویو لیدنې ترسره شي.



