کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۴ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په پلازمینې دمشق، حماه او حمص ولایتونو د صهیونیستي اشغالګرو د تېرې شپې په وحشیانه هوایي بریدونو کې دوه مهم پوځي هوایي ډګرونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتې سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې کمساري و او د دوی د مالوماتو له مخې د مالي زیانونو سربېره یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالي حکومت بیا د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي، په خپلې خاورې یې څرګند تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتې چې د اسرائیلو د بریدونو مخنیوی وکړي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو بیا ادعا کړې، چې په سوریه کې یې د تېرې شپې بریدونو کې دقیق اهداف په نښه کړي، د سوریې د پوځ ډیری نظامي وړتیاوې یې فلج کړي او ځواکونو یې په درعا ولایت کې ځینې سیمې په خپل کنټرول کې اخیستي دي؛ خو دا هغه ادعا ده، چې خپلواکو سرچینو یې تر اوسه پخلی نه دی کړی.


















