غزه کې صهیونیستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حماس ځواکونو په یوه کمیني برید کې صهیونیستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې یو اسرائیلي ټانک د غزې تړانګې ختیځ کې په نښه شوی، چې په پایله کې یې ۵ تنه پوځیان ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې الجزیرې تلویزیوني شبکې بیا خبر ورکړی، چې د حماس ځواکونو برید کې ۲ تنه اشغالګر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button