“شهید شیخ احمد یاسین: باوري یم چې اسرائیلي ريژیم به نه پاتې کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
شهید شیخ احمد یاسین رحمهالله، د حماس بنسټګر او د فلسطین د اسلامي مقاومت پلار بلل کېږي، چې د خپلې مبارزې، زغم، او ژور لید له امله د اسلامي نړۍ په تاریخ کې ځانګړی مقام لري. د هغه ټول ژوند د صهیونیستي رژیم د نابودۍ، د فلسطین د آزادۍ، او د امت د بیدارۍ لپاره وقف شوی و.
هغه په خپله یوه مشهوره وینا کې وایي: > “اسرائیل به له منځه لاړ شي، ځکه دا د انسانیت، فطرت، او حق پر ضد یو غاصب جوړښت دی. موږ باور لرو چې دا رژیم به ونه پایږي، نه د توپک په زور، بلکې د ایمان، قربانۍ، او د شهادت له لارې به دا نیواک له نقشې ورک شي.”
شیخ یاسین، سره له دې چې فلج و او په لاسيچوکۍ کې ګرځېده، خو د ده خبرې به د صهیونیستانو زړونه لړزول. یوه بله مشهوره جمله یې دا وه:
> “موږ به یا آزاد ژوند کوو، یا به عزتمند شهادت اختیاروو – او دواړه بریا ده!”
ده ویل، چې فلسطین یوازې یوه جغرافیه نه، بلکې د ټول امت عقیده ده، او تر هغې ورځې به مقاومت روان وي، څو د اقصی ازاد شي او دا رژیم له تاریخه ورک شي.



