د چين ولسمشر: افغانستان سره دې د سولې، ثبات او بيارغونې په موخه مرستې وشي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د چين ولسمشر شي جينپينګ ويلي، چې افغانستان د چين نږدې ګاونډی هېواد دی او له همدې امله بايد له دې هېواد سره د سولې، ثبات، بيا رغونې او پرمختګ په برخه کې مرستې وشي. نوموړي دغه څرګندونې د چين – منځنۍ اسيا د مشرانو د دويمې ناستې پر مهال د قزاقستان په آستانه ښار کې وکړې.
شي جينپينګ په ناسته کې ټينګار وکړ، چې له افغانستان سره بايد همغږي او ګډ کار لا پياوړی شي، څو دا هېواد وکولای شي د پرمختګ وړتيا ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه، چين د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د دفاعي، امنيتي او پوليسو وړتياوو په نوسازۍ کې هم ملاتړ کوي.
په ياده ناسته کې د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف هم وويل، چې هېواد يې له هغو نړيوالو هڅو ملاتړ کوي، چې موخه يې په افغانستان کې سوله او ثبات دي. نوموړي افغانستان د سيمهييز امنيت لپاره يو مهم هېواد وباله.



