د فرانسې سويل کې ځنګلي اور ۱۰ زره هکټاره ځمکه وسوځوله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د فرانسې سويل کې د کوربيېر د غرونو په لړۍ کې د سې شنبې ماښام د ځنګلونو سخت اور لګېدلی چې تر چهارشنبې سهاره یې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره شنه ځنګلي ساحه او یو شمېر کورونه سوځولي دي.
چارواکو ويلي، په پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان ټپيان شوي چې یو تن پکې په نازک حالت کې دی.
د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، اور د شديدو بادونو له امله ډېر ژر خپور شوی او اوس د “ای ۹” لویې لارې ته نږدې شوی، چې دا لاره د مدیترانې له غاړې فرانسه له هسپانیې سره نښلوي.
د اور د پراخېدو له امله د سان لوران دو لا کابروريس کلي ته هم اور رسېدلی، چېرته چې یو شمېر کورونه هم سوځېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button