اسلامي امارت د اسرائيلو له خوا د غزې د بشپړ نيولو پرېکړه وغندله

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د اسرائيلي رژيم هغه پرېکړه په کلکو ټکو غندلې چې له مخې يې د غزې ټولې سيمې نيول کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه خطرناکه او د اندېښنې وړ بللې چې په وينا يې د جګړې د پراختيا او د فلسطين د ولس د بشري کړکېچ د ژورتيا لامل به شي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت پر نړيوالو مؤثرو د سيمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کړی چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤليت ترسره کړي او د اسرائيلو پر رژيم فشار راوړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې بايد ژر تر ژره د غزې ترانزیتي لارې پرانېستل شي څو بشري مرستې دننه غزې ته ولېږدول شي او د ملکي وګړو د کړاوونو د کمېدو زمينه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button