ملګري ملتونه: له پنځو مياشتو راهيسې غزې ته هېڅ مرسته نه ده پرېښودل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو د فلسطيني کډوالو د مرستو اداره «اونروا» وايي، له پنځو مياشتو راهيسې ورته اجازه نه ده ورکړل شوې چې غزې ته بشري مرستې، دارو درمل او طبي وسايل ورسوي.
يادې ادارې زياته کړې چې د هوا له لارې د مرستو غورځول د نړيوالو ادارو له خبرداري سره سره دوام لري، حال دا چې دا پروسه ډېر لګښت لري او اغېزمنه نه ده.
اونروا ټينګار کړی چې غزې ته د اساسي حفظ الصحې توکو منظم بهير ته بېړنۍ اړتيا ده، او بشري مرستې بايد په پراخه کچه دننه غزې ته ورسېږي، چې يوازې د ملګرو ملتونو له لارې يې عملي کېدل ممکن دي.
بل لور ته، د غزې په «العوده» روغتون کې د اسرائيلي بمبار له امله اووه تنه شهيدان او ګڼ نور ټپيان راوړل شوي دي.
د ياد روغتون طبي مشر وايي، د درملو او طبي وسايلو نشتوالی د غزې روغتيايي سکتور له جدي ګواښ سره مخ کړی، او شاوخوا اويا سلنه هغه ماشومان چې دوی يې معالجه کوي، د سختې لوږې له امله د خوارځواکۍ په ستونزه اخته دي.



