د زمري ۲۸مه؛ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي چې د زمري یا اسد ۲۸مه، د انګریزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۶ مې پرتمینې کلیزې په مناسبت، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

وزارت ټولو کارکوونکو او ولس ته یادونه کړې چې دغه ورځ د هېواد لپاره ځانګړې تاریخي او ملي اهمیت لري او د دې په مناسبت به دولتي او خصوصي ادارې رخصت وي.

مربوطه مطالب

Back to top button