اسرائیلو د یمن په صنعا کې د حوثي ځواکونو پر برېښنايي تاسیساتو برید وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یمن په صنعا ښار کې یې د حوثي ځواکونو د برېښنايي تاسیساتو پر وړاندې برید کړی، چې د ځايي راپورونو له مخې د جنوبي صنعا په سیمه کې څو انفجارونه رامنځته شوي او برېښنا یې په لنډمهاله توګه پرې شوې ده.

د اسرائیل د پوځ په وینا، دا برید د نیوي ځواک د توغندیو کښتۍ له لارې ترسره شوی او پر اسرائيلو د حوثيانو د پرله‌پسې بریدونو، په غبرګون کې شوی دی.

د حوثيانو په وېبپاڼه “المسیره” کې ویل شوي چې دوه برېښنايي جنراتورونه زیانمن شوي او اور بل شوی دی.

د راپورونو له مخې، حوثي ځواکونه له څو اونیو راهیسې پر اسرائیلو د ميزايلو او بې‌پیلوټه الوتکو بريدونه کوي، چې وخت ناوخت پکې اسرایلو ته درانه تلفات اوړي خو اسرائلي حکومت يې پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button