غزه کې د مقاومت کمین؛ لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو شمالي غزه کې د صهیونیستي پوځ پر کارون کمیني بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسرائیلي پوځ ویاند د خپلو نهو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

سرچینې وایي چې برید هغه مهال ترسره شو، کله چې د صهیونیستي پوځ یوه لویه قطعه د غزې په شمالي سیمه کې پر مخ روانه وه.

د مقاومت ځواکونو د ماینونو، چاودېدونکو توکو او درنو وسلو په کارولو د هغوی پر کاروان برید وکړ.

ویل کېږي چې د کمین له امله ګڼ شمېر صهیونیستي سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي او ګڼ وسایط یې ویجاړ شوي دي.

د فلسطیني مقاومت ډلو ویلي، چې دغه کمین د صهیونیستي ریژیم جنایتونو ته غبرګون و او ژمن دي چې، د اشغالګرو پر وړاندې به جګړه د بشپړې بریا د ترلاسه کولو پورې روانه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button